نن هلمند کي د هلمند کرکټ آمریت له لوري د دوولسو راجستر لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل سوې.

Sep 10, 2023 - 17:07
Sep 10, 2023 - 17:15
 27
نن هلمند کي د هلمند کرکټ آمریت له لوري د دوولسو راجستر لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل سوې.

 

نن د هلمند رسمي کرکټ لوبغالي کي د هلمند کرکټ آمریت له لوري د دوولسو ثبت لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اوریزي سیالۍ پیل سوې.چي هره ورځ به دوې لوبې ترسره کیږي او شاوخوا یوه میاشت به ونیسي. د شلاوریزو سیالیو دا ټورنمینټ د بُست اتلانو او شعیب خان لوبډلي په لوبه پیل سو،چي د بست اتلانو لوبډلي شعیب خان لوبډلي ته د ۹ویکټو په توپیر ماته ورکړه او په دې سیالیو کي یې خپله لومړنی بریا ترلاسه کړه.

د هلمند کرکټ آمر محمد ذاکر عمري په خبره له دې سیالیو څخه یې موخه هلمند کي د کرکټ په ډګر کي د نویو استعدادنو پیداکول دي،تر څو راتلونکي کي دا لوبغاړي د هیواد په کچه سیالیو کي ولوبیږي.

 

ورته مهال کي د هلمند ولایت کرکټ عمومې روزونکي عبدالرحمن ناصري د افغانستان کرکټ بورډ له مسوولینو څخه د هلمندي لوبغاړو د کرکټ د لاښه کولو لپاره د هلمند رسمي کرکټ لوبغالي کي د لوبو کولو لپاره  د یوه نوي معیاري پیچ جوړولو او آکاډمۍ کي د لوبغاړو د تمرین لپاره د پیچونو زیاتولو غوښتنه کوي.

 

همداراز لوبغاړو هم زیاته خوښي و ښودل،چي دا ډول سیالیو کي دلوبیدو لپاره ورته زمینه برابره سوې ده،دوی د هلمند کرکټ رسمي آکاډمي کي د نویو پیچونو جوړولو،لوبغالي کي د معیاري پیچ ترمیمول او د ځینو نورو امکاناتو جوړولو غوښتنه کول.

د هلمند مرکزي کرکټ لوبغالي کي داسې مهال د کرکټ آمریت له لوري د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اوریزي سیالۍ ټورنمینټ پیل سو،چي څه موده مخکي یاد لوبغالي کي د کلب لیول لوبې پایته ورسیدې.

نصیراحمد فضلي

سکون راډی