دایکنډي کې د ۴ کیلو متره سړک د پخولو چارې پیل سوې

Sep 10, 2023 - 10:42
 8
دایکنډي کې د ۴ کیلو متره سړک د پخولو چارې پیل سوې

د دايکنډي د پاتوی ولسوالۍ د آب چک په سيمه کې د ۴.۲۷۱ کيلو متره سړک د پخولو چارې پیل سوې. د یاد سړک چارو د پیل پرمهال مرستیال والي احسان الله آخندزاده د دې پروژې د پرانېستې له امله د پاتو ولسوالۍ خلکو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې سرپرست حکومت د خلکو خدمت ته ژمن دی او په هېواد کې د لارو او سړکونو جوړولو ته زیاته پاملرنه کوي. آخندزاده زیاته کړه چې د دې سړک په جوړېدو سره به د دایکنډي د پاتو ولسوالۍ د خلکو ستونزې تر ډېره بریده حل شي. نوموړي همدارنګه له پلي کوونکي شرکت څخه وغوښتل، چې د خپل تړون له مخې د دغه سړک کار په ښه کيفيت او پر خپل وخت بشپړ کړي. دغه سړک چې ۲۷۱.۴ کيلو متره اوږدوالی او شپږ متره سور لري، چې د ټولګټو وزارت له بودجې د ۱۵میلیونه او ۱۰۰ زره افغانۍ په لګښت به د څلورو میاشتو په موده کې رغول کېږي.