پنټاګون: امريکايي ځواکونو په تېر کال کې ۱۲ ملکي افغانان وژلي

Sep 28, 2022 - 16:28
 7
پنټاګون: امريکايي ځواکونو په تېر کال کې ۱۲ ملکي افغانان وژلي

پنټاګون ویلي چې امریکايي ځواکونو په ۲۰۲۱ کال کې ۱۲ تنه ملکي وګړي په افغانستان کې وژلي دي.

د امریکا دفاع وزارت په یوه تازه راپور کې ویلي دي، د دوی د ارزونو له مخې تېر کال امریکايي سرتېرو د پوځي عملیاتو پرمهال په تقریبي ډول ۱۲ ملکي افغانان وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

د امریکا کانګرس له ۲۰۱۸ کال راهیسې له پنټاګون څخه کلني راپورونه غواړي چې ځینې برخې یې محرمې دي.

د امریکا دفاع وزارت لا له مخکې د ۲۰۲۱ کال د اګست په پای کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په ګډوډۍ کې د اوو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ د لسو ملکي غړو د وژنې مسوولیت منلی دی.

د دې اسنادو د علني برخې د معلوماتو له مخې یو بل ملکي افغان د ۲۰۲۱ کال د جنوري په اتمه په هرات کې او یو بل د اګست په ۱۱ مه په کندهار کې د امریکايي ځواکونو په حملو کې وژل شوي دي.