افغان ښځینه ډاکټرانې له تازه لاسته راوړنو سره

افغان ډاکټره او څېړونکې رابعه جلالزۍ په امریکا کې د هغو څېړونکو په ډله کې ده چې د HIV، ایډز ناروغۍ د درملنې لپاره یې د زرقي درملو د جوړولو په برخه کې څېړنه کړې.
اغلې جلالزۍ خبریالانو سره خبرو کې وویل، د دوی دې څېړنې کلونه وخت ونیوه، خو بالاخره دا څېړنه د امریکا د درملو او خوراکي موادو د څارنې ادارې له خوا تایید سوه.
نوموړې وویل: "هغه څېړنې کې چې ما هم برخه درلوده، د پرېوېنشن یا وقایې په برخه کې وه چې دې سره څنګه کېدای سي هغه کسان چې دHIV ناروغۍ پر وړاندې له لوړ ګواښ سره مخ دي، دوی ته داسې درمل جوړ سي چې پردوی یې بوج کم وي، مخکې هغه کسان چې د دغې ناروغۍ پر وړاندې لوړ ګواښ سره به مخ وه، دوی اړ وه چې په ورځ کې دوه، درې او په ځینو هېوادونو کې چې اسانتیاوې کمې دي ان تر څلورو ګولۍ وخوري، نو موږ ساینس پوهان په دې بوخت و چې داسې درملو رامنځته کړو چې نور دا خلک مجبوره نه وي چې دومره ډېر ټابلیت وخوري."
نوموړې وايي، دا زرقي درمل په هر دوو میاشتو یو ځل په HIV، ایډز اخته کس ته تزریق کېږي.
اغلې جلالزۍ د جان هاپکس نړیوال پوهنتون څخه فارغه ده او د نړۍ په کچه د طبابت له مهمو څېړونکو څخه ده.
په ورته وخت کې بلې افغان بهر مېشتې ډاکټرې شکردخت جعفري خپله دوهمه اختراع اروپایي ټولنې سره ثبت کړې چې په خبره یې د سرطانونو د وړانګو د سنجولو لپاره یې جوړه کړې ده.
شکردخت جعفري رسنیو ته د خپلې دغې اختراع په اړه وویل: "دا هغه درې بعدي ډوز متري سیستم دی چې د هغو ناروغانو په بدن کې دننه چې راډیو تراپي ورته کېږي ځای پرځای کېږي، اوس مهال له لسو تر ۲۵سلنه هغه ناروغان چې راډیو تراپي یې کېږي له بده مرغه درملنه یې بریالۍ نه وي او د دې یو لامل دوی ته د هغې اشعه یي ډوز ورکړه ده چې راډیو تراپي پرمهال ورکول کېږي."
مېرمن جعفري وایي، دی هیله منه ده چې د دغي نوي 3D ډوز په جوړولو چې خورا دقیقه اله ده، دا ستونزه تر هواره شي.
نوموړې وايي، دوهمه اختراع یې هم د لومړۍ هغې په دوام ده.
د مېرمن جعفري دغې څېړنې او بالاخره اختراع درې کاله وخت نیولی دی چې د دې په خبره، تازه د پنجشنبې په ورځ په اروپایي ټولنه کې ثبت سوه.
د دغو دوو افغان مېرمنو دا لاسته راوړنې په داسې حال کې دي چې دا مهال په افغانستان دننه اکثره ښځې له کار او تعلیمه بې برخې ګرځول سوي دي.
اغلۍ جلالزۍ په دې اړه خپل اندېښنه رسنیو سره داسې شریکه کړه: "دا اوسنی حالت زما لپاره ډېر خواشینونکی دی، کله چې زه ګورم زما او تر ما ښې او لایقې مېرمنې او استعدادونه په افغانستان کې شته خو دوی اوس له پرمختګه منع سوي دي."
مېرمن جعفري هم خبریالانو سره د خبرو پر مهال ورته اندېښنه څرګنده کړه: "له طالبانو مې غوښتنه دا ده چې له نورو افکارو دې لاس په سر سي او افغان ښځو او نجونو ته دې د تعلیم پرمختګ او کار اجازه ورکړي چې ټول په ګډه د خپل هېواد د جوړولو لپاره کار وکړي، څو به دوی نورو هېوادونو ته د سوال لاس نیولی وي؟"
په ورته وخت کې د افغانستان د روغتیایي کار کوونکو او بنسټونو ټولنه د دغو دوو افغان ښځینه ډاکټرانو لاستې راوړنې د افغانستان او په ټوله کې د بشریت لپاره ستر ویاړ بولي.
د دغې ټولنې د دارالانشا مشر خسرو یوسفزي وویل: "د دوی دا لاسته راوړنې افغانستان ته ستر ویاړ دی چې موږ داسې خویندې لرو، خو له بده مرغه د نورو افغان متفکرو شخصیتونو تر څنګ د روغتیا په برخې کې هم لایقه خلک له هېواده وځي، اسلامي امارت دې د دغه شان شخصیتونو د بېرته جذب او رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي."
طالبانو په دې اړه تازه څه نه دي ویلي، خو د جمعې په ورځ د طالبانو د ویاند مرستیال بلالا کریمي، رسنیو سره په خبرو کې ټولو افغانانو ته ډاډ ورکړ چې هېواد کې د امن ژوند زمینه ورته برابروي او دوی دې بېرته دې هېواد ته ورستانه سي.
مخکې د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د افغان ښځو د کار او دندو په اړه ویلي و چې دوی به د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ورته د کار زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده چې د رابعې جلالزۍ او شکردخت جعفري په شان په افغانستان کې دننه هم شته داسې ښځینه ډاکټرانې چې په تېرو شلو کلونو کې یې د روغتیا برخه کې بېلابېلې لاسته راوړنې درلودې.