د هلمند په کجکي کې څاه ته لويدلي ماشوم ساه ورکړه

Sep 19, 2022 - 15:44
 4
د هلمند په کجکي کې څاه ته لويدلي ماشوم ساه ورکړه

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رئیس راشد هلمندی وايي، دغه ماشوم پرون څاه ته لوېدلی و.

نوموړی وايي، د ماشوم د ژغورنې عملیات یې پای ته ورسېدل او تېره شپه ۲ بجې یې مړی له څاه و ایستل شو.

دغه ۵ کلن ماشوم پرون ماسپښین د کجکي ولسوالۍ په خنجکک سیمه کې ۵۰ مترۍ څاه ته لوېدلی و.

تر دې مخکې هم په هلمند، کندهار او زابل ولايتونو کې څاه ته ماشومان لويدلي وو چې ډېری يې مړه شول.