هلمند :باباجي عالي لیسې څخه ۶۶ تنه زده کوونکي فارغ سوه

Jun 23, 2022 - 17:56
 16
هلمند :باباجي عالي لیسې څخه ۶۶ تنه زده کوونکي فارغ سوه

د دې ولایت د بابا جي مرکزي عالي لیسې څخه ۶۶ تنه زده کونکي فارغ سوه ، پر ورته مهال یاد زده کوونکي خوښ دې او وايې چې راتلونکي کې به لوړو زده کړو ته مخه کړي.

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار ته څیرمه بابا جي ولسوالۍ ، هغه ولسوالي چې ډیری وخت د جګړو او نا امنیو کوربه وه ، دلته یې ماشومان ، ځوانان او سپین ږیري د نویو فارغه سویو زده کوونکو د تشویق په موخه جوړو سویو مراسیمو کې راغونډ سوې دي او غواړي وښیې چې لا هم د تعلیمي ډګر ملاتړي دې.

نن د همدې ولسوالۍ له مرکزي عالي لیسې څخه ۶۶ تنه نارینه زده کوونکي ټولنې ته د خدمت په موخه فارغ او د فراغت بري لیکونه پرې وویشل سوه.

د یادې لیسې مدیر دین محمد مهربان له سکون راډیو سره د خبرو پر مهال وویل چې، په یاده فراغت غونډه کې ۶۶ تنه زده کوونکي فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندي سوه.

نوموړی زیاتوي چې اوس مهال په یاده لیسه کې تقریبا ۸۰۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دې.

همدارنګه فارغ سوې زده کوونکي وايې له هغو ستونزو او ناخوالو سره سره یې چې د جګړې له امله ورته پيښي سوې وې  د ښوونخۍ اوږده زده کړیزه دوره پاي ته ورسوله ، دوې وايې چې په یادو زده کړو به بسنه ونکړي او په راتلونکي کې به هڅه وکړي چې لوړو زده کړو ته مخه کړي.

له باباجي مرکزي عالي لیسې څخه لسګونه زده کوونکي دا سي مهال فارغیږي چې لا هم په ټول هلمند کې له اووم څخه تر دوولسم ټولګیو پورې ښوونځۍ د نجونوپر مخ بندي دي.