هلمند کي یو ځوان د ۲۰۰ ماشومانو لپاره د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې ده.

Sep 22, 2022 - 16:19
Oct 18, 2022 - 10:19
 94
هلمند کي یو ځوان د ۲۰۰ ماشومانو لپاره د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې ده.
هلمند کي یو ځوان د ۲۰۰ ماشومانو لپاره د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې ده.

دا دهلمند ولایت د ګریشک ولسوالۍ ترمه کلي دی چیري چې ښوونځيو ته دماشومانو او ځوانانو لاس رسي محدود دی.

دهمدې سیمي یو ځوان عبدالقدیر پاڅون د خپل ملي او افغاني احساس له مخي په خپل کلي ترمه کي د شاوخوا ۲۰۰ ماشومانو انجونو او هکانو لپاره د وړیا زده کړو فرصت برابر کړي دی

د ماشومانو لپاره د زده کړو برابرونکي عبدالقدیر پاڅون سکون راډیو سره د مرکي پر مهال وویل چي د زده کړو لړۍ يې روانه ساتلی ده او د ماشومانو له شمیر څخه یې اویا تنه انجوني دی او پاتی نور ټول یې  هلکان دی چی په دریو وختونو کې ورته وړیا زده کړې ورکوی .

 

نوموړي زیاته کړل چي  یو کال مخکې کله چی کلی ته ستون سوم ومی کتل چی د کلی ډیرۍ اوسیدونکې د تعلیم څخه لیری پاتې سویدې  نو د ځان سره می احساس وکړ او د ماشومانو د روزنی په پار می د زده کړی پروسه پیل کړه تر څو د راتلونکی نسلونه مو د زده کړی څخه بی برخی پاتی نسی .

 

ده وویل تر اوسه کومې تعلیمی ادارې ورسره همکارې نده کړي او د پوهنی د ریاست او اړوند تعلیمی ادارو څخه یې غوښتنه وکړه تر څو یاده برخه کې ورسره مرسته وکړی.

 

د هلمند ګریشک ولسوالۍ په ترمه سیمه کي داسي مهال یو ځوان د ۲۰۰ ماشومانو لپاره د وړیا زده کړو زمینه برابر کړي ده چي د هلمند په شمالي ولسوالیو کي تیرو شلو کلونو جګړو او ناخوالو ډیري ماشومان له زده کړو بي برخي کړي دي.

محمد اسماعیل وفا

ســکون راډیو