لښکرګاه کي د۱۷۲ سیلاب ځپلو کورنیو سره نغدي او دخوراکي توکو مرسته وسوه

Jan 30, 2022 - 16:11
Jan 30, 2022 - 16:20
 13
لښکرګاه کي د۱۷۲ سیلاب ځپلو کورنیو سره  نغدي او دخوراکي توکو مرسته وسوه

نن د یکشنبې په ورځ په لښکرګاه ښار کې د طبیعي پیښو پر وړاندي د مبارزې(ضدحوادث) ریاست د IOM ـ OHA او WFP موسییو په همکارۍ د ۱۷۲ سیلاب ځپلو کورنیو سره نغدي، خوراکي او ژمني توکو مرسته ترسره کړه.

د طبیعي پیښو پر وړاندي د مبارزې رئیس قاري فیاض د باختر آژانس سره د خبرو پر مهال وویل چې د طبیعي پیښو پر وړاندي د مبارزې ریاست په هلو ځلو د ځینو موسساتو په همکارۍ او مالي لګښت یې د ۱۷۲ سیلاب ځپلو کورنیو سره نغدي ،خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته ترسره کړه.

د فیاض په خبره چې د IOM موسیسې لخوا د نادعلي ،باباجي،ګرشک او مارجې ولسوالیو تر څنګ یې د لښکرګاه ښار اړوند صافیانو، قلعه کهنه او بولان سیمو د ۱۷۲ سیلاب ځپلو او غریبو کورنیو سره د سولري ، ژمني، اشپزۍ، سرپنا او د کمپلو کیټونو مرسته وکړل او هم یې ۳۲ کورنیو ته خیمې ، تر پالونه، بخار،چای بر،ګیلاسونه،بېلابیل ډوله کاسې، قاشوغې،ګاز ډبه،ترپال،سطل او نور توکي شامل وو ورکړل.

د طبیعي پیښو پر وړاندي د مبازې رئیس د باختر آژانس سره د خبرو پر مهال همدا راز زیاته کړه چې د لوږې پر وړاندي د مبارزې موسیسې لخوا هم د ۱۴۶ کورنیو سره د ۱۴۰۰۰ افغانیو نغدي مرسته وسوه. ښاغلي فیاض زیاته کړه چې د WFP موسیسې لخوا هم یادو ۱۷۲کورنیو ته ۲۵ کیلو دال، ۲ کیلو مالګه، ۴ ډبې غوړي،۲۰ دانې بیسکیټ،۱۱۳ دانې د سویې تغدیه ماشومانو لپاره پروټني او تقوي مواد او ۴ بوجۍ اوړه ورکړل سوه.

د هلمند سیلاب ځپلو کورنیو د یادې مرستې په ورکړه خوښي وښوده او وویل چې په دې سره به یې یوه اندازه ستونزې حل سي خو دوی له ولایتي ادارې او اړوند موسساتو د نورو مرستو د ورکړې غوښتنه هم وکړه.

د یادوني وړ ده چې یادو موسساتو په بېلابېلو برخو کې په هلمند ولایت کې د بېوزله، غریبو او اړمنو کورنیو سره ورته مرسته کړي دي.