هلمند کي یو درې کلن ماشوم ۹۰ متره برمې ته لویدلی دی.

د د ې ولایت سیمه ییز مسؤلان وایې نن شا وخوا ۱۱ بجې دموسی کلا (قلعه ) ولسوالۍ لوړ دهزور سیمه کي یو درې ۳ کلن زین الله نومی ماشوم ۹۰ متره برمې ته لوېدلی دی.
د هلمند داطلاعاتو او فرهنګ رئیس حافظ راشد هلمندي سکون راډیو ته وویل دیادي ولسوالۍ د ځایې مسؤلینو تر څنګ له مرکز لښکرګاه څخه هم د هلمند والي مولوي عبدالاحد طالب په ملتیا یو شمير نور ولایتي چارواکي دماشوم دژغورلو لپاره دپیښي ځای ته رسیدلي.
د نوموړي په وینا برمې ته اکسیجن ورکښته سوی، ماشوم لاهم ژوندی دی او ژوغورنکی ټیم یې د ژوغورني هڅه کوي.
د یادونې وړ ده چي څه موده مخکي د کورنیو چارو وزارت د سر لوڅو برمو د پوښلو سپارښتنه کړۍ وه.