ا ا ا په هلمند کې د یوه قاچاقبر سوځول شوی جسد موندلی

May 28, 2022 - 16:32
 20
ا ا ا په هلمند کې د یوه قاچاقبر سوځول شوی جسد موندلی

په هلمند کې د ا ا ا چارواکي وايي، د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې یې د تریاکو د یوه قاچاقبر جسد موندلی چې په مرموزه توګه وژل سوی او سوځول سوی دی.

د هلمند د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جان خالد ازادی رادیو ته وویل، چې د نعمت الله په نوم وژل سوی قاچاقبر له یوه انذاره پیسو سره د شاوخوا اتو ورځو راهیسې له خپله کوره لادرکه و.

د سرچنې په وینا ا ا ا د نوموړي جسد په سوځېدلي حالت کې موندلی دی.

تر اوسه د پېښې انګېزه نه ده معلومه.