موسی قلعه ولسوالۍ کې برمې ته لوېدلی ماشوم وژغورل سو.

Nov 15, 2022 - 12:20
 7
موسی قلعه ولسوالۍ کې برمې ته لوېدلی ماشوم وژغورل سو.

تېره ورځ ناوخته چي د هلمند د موسی قلعه ولسوالۍ دلوی تل په سیمه کې کوم ماشوم د برمې ژور څاه ته لوېدلی وو د شپې ناوخته وژغورل سو.

دباختر اطلاعاتي اژانس د خبر په استناد د سمیع الله په نوم یو اته ۸کلن ماشوم د موسی قلعه ولسوالۍ د لوی تل په سیمه کې د ژوري برمې څاه ته ولوېدی چي د ولسوالۍ،امنیه قوماندانۍ او استخباراتو ځایي مسؤلینو پر وخت اقدام وکړ او د ولایت د مرکز څخه د استخباراتو ریاست اړوند مسؤلین او تخنیکي ټیم هم سیمي ته ورسېدل.

خبر زیاتوي چي تخنیکي ټیم سیمي ته تر رسېدلو وروسته سمدستي د ژغورني عملیات پیل کړه چي له نېکه مرغه عملیات بریالي وه او د شپې ۱۲:۳۰ بجې برمې ته لوېدلی ماشوم روغ رمټ وژغورل سو.

ماشوم د لا ښه اطمنان او درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوی دی او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.

دا لومړی ځل ندی چي جنوب لودیځ زون هلمند ولایت کې داسی پیښه رامنځته کیږي بلکه د کورنیو د بی احتیاطی له امله ډیریو ماشومانو په ورته پیښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی .

محمد اسماعیل وفا

سکون راډیو