ا ا ا په ننګرهار کې د دوى پر سرپرست دفاع وزیر چاودنه رد کړه

May 28, 2022 - 19:44
 16
ا ا ا په ننګرهار کې د دوى پر سرپرست دفاع وزیر چاودنه رد کړه

د ننګرهار چارواکي وایي، دغلته د ا ا ا پر سرپرست دفاع وزیر مولوي محمد يعقوب مجاهد چاودنه حقیقت نه لري.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست استازي قریشي بدلون نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، چې پر دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د چاودنې ګونګسې دروغ دي او په خبره یې، دا کړنه د دوی د نظام ضد کړیو او اشخاصو تبلیغات دي.

تر دې وړاندې په یو شمېر ټولنیزو پاڼو او رسنیو کې داسې خبرونه ورکړل شول، چې ګوندې پرون د جمعې په ورځ ننګرهار ته د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د سفر پرمهال پر نوموړي چاودنه شوې چې خپله دی ترې روغ وتلی خو ساتونکو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلان بیا دا ډول خبرونه ناسم بولي او هدف یې د عامه ذهنتونو ګډوډول یادوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد ننګرهار ته تللی و او دغلته یې د ورځې تر ناوخته د ډیورند له صفري سیمو لیدنه کړې او د سیمې له خلکو سره یې د ستونزو اورېدو په هدف لیده کاته کړي دي.