ملګرو ملتونو د بشري حقونو ارزونې لپاره افغانستان ته ځانګړی څارونکی لېږلی

ملګرو ملتونو ریچارډ بېنېټ افغانستان ته لېږلی چې هلته د بشري حقونو حالت وارزوي. دغه ځانګړی راپورټر به هلته له بشري حقونو سرغړونې مستند کړي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې شوې دي. ښاغلی بېنېټ به په دې موخه د طالبانو حکومت له چارواکو او ګڼو نورو لوریو سره هم وګوري او له بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي لپاره به د مرستې غوښتنه وکړي.
ملګري ملتونه داسې مهال د بشري حقونو د ارزونې لپاره دغه ځانګړی څارونکی افغانستان ته لېږي چې په دغه هېواد کې پر اوسنیو طالب واکمنانو له بشري حقونو د سرغړونو نېوکې په ډېرېدو دي. پر ښځو په پرله پسې ډول محدودیتونه لګول، د پخواني نظام د ځینو چارواکو او کارکوونکو شکنجه کول، له مدني فعالانو او خبریالانو سره د تاوتریخوالي چلند یې انساني حقونو څخه په سرغړونو کې حسابېدلی شي.
د ملګرو ملتونو دغه ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ به د خپلواک کارپوه په توګه د مدني ټولنې او نړیوالو بسنټونو او ډېپلوماتیکو استازولیو له غړو سره هم وګوري. دغه راز به د طالبانو له سرپرستو چارواکو سره د بشري حقونو د هغو اسنادو او ژمنو د عملي کېدو په اړه هم خبرې وکړي چې افغانستان منلي دي.
ټاکلې چې دی به د ځينو پېښو په اړه د لومړي لاس مالوماتو راټولولو لپاره یو شمېر سیمو ته هم لاړ شي.
ښاغلی بېنېټ به خپلې موندنې د روان کال په پای کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې او د بشري حقونو شورا ته په یوه راپور کې وړاندې کړي.