په ګوشتې ولسوالۍ کې د افغاني سرې مياشتې له لوري ۲۲۶ سيلاب ځپلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وسوه.

د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر وايي، په ګوشتې ولسوالۍ کې د افغاني سرې مياشتې له لوري ۲۲۶ سيلاب ځپلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وسوه، چې هرې کورنۍ ته ۵۰ کيلو اوړه، ۲۴.۵ کيلو وريجې، ۱۰ لیتره غوړي، ۷ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۱ کیلو چای او ۲ کیلو مالګه ورکړل سول.
سکون راډیو