د هلمند مرکزي محبس څخه پنځوس تنه په نشه یي توکو روږد کسان تر درملني وروسته رخصت کړل سول.

Mar 6, 2022 - 12:53
 15
د هلمند مرکزي محبس څخه پنځوس تنه په نشه یي توکو روږد کسان تر درملني وروسته رخصت کړل سول.
د هلمند امنیه قومندانۍ د رالیږل سوې خبرپاڼې له مخې یاد کسان چي شا اوخوا پنځه میاشتي یې په زندان کي دتداوۍ په موخه تیري کړي وې تر بشپړ تداوۍ وروسته رخصت اود خپلو کورنیو غړوته وسپارل سول.
اعلامیه زیاتوی یادو کسانو خوښي وښودل چي نوربه په ټولنه کي د عادي او سالمو خلکو په ډول ژوند کوي او نشو ته به مخه نه کوي.
دا لومړۍ ځل ندی چې د هلمند مرکزي محبس څخه یو شمیر په نشه روږدي کسان تر درملني وروسته رخصت کیږي بلکې له دې څخه وړاندې هم په ځلونو ورته اقدامات سوي ترڅو په ټولنه په نشو د روږد کسانو مخنیوي وسي.