هلمند کي د خوراځواکو ماشومانو شمېر زیات سوی .

Mar 29, 2022 - 21:03
Apr 2, 2022 - 15:01
 27
هلمند کي د خوراځواکو ماشومانو شمېر زیات سوی .

دهلمند مرکز لښکرګاه ښار کي د لوږي پر وړاندي د مبارزې نړیوالي مؤسسې مسؤلین دغه ولایت کي کي په سوء تغذي یا خوراځواکۍ د مبتلا ماشومانو زیاتیدو خبر ورکوي.

نوموړي مسولان یې عمده لاملونه غربت ، د عامه پوهاوي نشتون، د ماشومانو ترمنځ د ولادتونو فاصلې نه مراعتول او د مېندو لخوا ماشومانو ته تر کمې مودې د شېدو ورکول په ګوته کوي.

هلمند کي د شدیدو خوارځواکو ماشومانو د داخلي بستر مسؤل ډاکتر بسم الله احمدزي رسنیو ته وویل؛ چي د لوږي پر وړاندي د مبارزې نړیواله مؤسیسه دلته په لوړه کچه خدمات وړاندي کوي،خو وایي بیا هم د تېرو ۶ شپږو میاشتو په موده کي یې کلینیک ته په خوارځواکۍ اخته څه باندي ۱۵۰۰ ماشومان راوړل سوي ،چي د ۷۲۰ ماشومانو درملنې یې په ښه توګه ترسره سوې ده خو درې ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. او له دې جملې یې ۲۰ تنه هغه ماشومان وه چي دلاښې درملنې په موخه کابل او کندهار ولایتونو ته لیږل سوي دي.

نوموړی زیاته وي چي د لوږي پر وړاندي د مبارزې یا TFU کلینک ته د هلمند تر څنګ د کندهار ولایت د یوشمېر ولسوالیو څخه هم په خوراځواکي ماشومان راوړل کېږي، چي په وینا یې په کلینیک کي هره ورځ هغو مېرمنو ته چي د خپلو ماشومانو سره پایوزانې وي د سوء تغذي د مخنیوي په اړه عامه پوهاوی هم ورکوي.

د سوء تغذیې د برخې ډاکتره نظیفه واحدي وایي، د پیدایښت ورسته زیات شمېر مېندي خپل ماشومان سم نه تغذیه کوي نوموړې زیاته وي چي هر ماشوم ته باید تر ۲ کلنۍ پوري د مور شیدې ورکړل سي. د دې په وینا په خوارځواکۍ زیاتره تر ۵ کلنۍ کم عمره ماشومان اخته کېږي ،چي علت یې د مېندو د ځان او ماشوم حفظ الصحې ته نه پاملرنه ، د ماشومانو تر منځ د زېږون د واټن نه مراعت او په ټولنه کي د عامه پوهاوي نشتووالی دی .

ډاکتري نظفې پر ورته مهال له مېرمنو او د کورنیو له مشرانو غوښتنه وکړه،چي خپلو ماشومانو ته د پوډري شېدو د ورکولو ډډه وکړي ځکه؛ د دې په وینا افغانستان ته بېلا بېل ډول بې کیفیته پوډري شیدې را واردېږي ،چي د ګټې پر ځای یې زیانونه زیات دي .

د خوار ځواکو ماشومانو د شمیر په لوړولو کي اقتصادي فقر داسي مهال یو عمده لامل ګڼل سوی چي هلمند کي هم تر بل هر وخت ډیری ولسي وګړي داقتصادي فقر سره لاس او ګریوان دي