هلمند کې د کرني او مالدارۍ اړونده تقوې ته تازه هڅي پیل سوي دي.

Mar 29, 2022 - 18:06
Apr 2, 2022 - 12:00
 17
هلمند کې د کرني او مالدارۍ اړونده  تقوې ته تازه هڅي پیل سوي دي.

ددې ولایت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي چي دمالدارۍ اوکرنيزه تقوې برخه کي تازه هڅي پیل سوی دي. دهلمند داطلاعاتو او فرهنګ د اطلاعاتو امر مولوي محمد قاسم ریاض سلام وطندار ته وویل: .د خصوصي سکټور په مټ د غواګانو روزلو تر څنګ د حیواناتو روزلو بیلا بیل فارمونه جوړ سوي دي، چې د کرنې ریاست لخوا به ورسره په بېلابیلو برخو کې مرسته او همکاري کیږي .

د نوموړي په وینا د کرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د لارښوونې سره سم ، دحیوانی روغتیا او مالداری امریت فني اومسلکي پرسونل ته دنده سپارل شوې ده ، ترڅو په دې ولایت کې د مالدارۍ اړوند له ټولو فارمونو او حیواناتو څخه لیدنه وکړي او کره احصایوي ارقام راټول کړي.

چي له مخي یې ذکر شويو فارم لرونکو ته دموسمي واکسینونو د تطبیق ، دچينجیو ضد درملو کارونې ، دصافو اوبو څخه د ګټې اخیستنې ، بلانسي غذا د برابرولو ، دګرمۍ او یخ وهنې په اړه لازمې فني او مسلکي مشورې ورکړي.

په همدې موخه په لومړي پړاو کې د غواګانو روزلو له فارمونو څخه د مسلکي حیواني روغتیاپالانو لخوا د لیدنو او سروې لړۍ را پیل شوې ده.

دا مهال هلمند کې د غواګانو روزلو ګڼ شمیر فارمونه ثبت او راجستر دي چې هر فارم کې د کورنیو او بهرنیو نسلونو غواګانې شتون لري او .نږدې سلګونه نفرو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه پکې برابره سوې ده

ریاض په ورته وخت وویل دکرنې ، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند دبولان انار باغ د نیالګیو روزلو نرسرۍ کې د انارو بیلابیلو ډولونو نږدې 50 زره قلمو د کرنې لړۍ هم پیل سوې ده چي دهلمند کرنې ریاست په هڅو به ددې ولایت بڼوالو ته ډول ډول میوه لرونکي اصلاح شوي نیالګي چمتو کړي، د باغدارۍ سیستم په مسلکي ډول را جوړ او ځمکوالو ته په ښه کیفیت لرونکي نیالګي ورسوي ، ترڅو د میوه جاتو له پلوه دا ولایت د پر ځان بسیا سي.

دا داسي مهال دی چي هلمند کي د اوږدو کلونو راهیسي کروند ګر د سړو خونو له نه شتون څخه شکایت کوي