د افغانستان سویل لوېدیځ کې سخته وچکالي؛ ژورو څاګانو څه ګټې او زیانونه اړولي؟

وچکالۍ د افغانستان سویل لوېدیځ کې وضعیت او د خلکو ژوند د جدي اندېښنې وړ ګرځولی.
په وروستیو کلونو کې دغلته د ورښت کچه په اوسط ډول له ۵ تر ۱۰ سانتي مترو ده خو تر ځمکې لاندې اوبو د کارولو کچه بیا تر ۱۰ مترو اوړي.
تر ځمکې لاندې اوبه د ژورو څاګانو د لارې ایستل کېږي خو دا څاګانې ماشومانو لپاره لویه بلا ده.
تېره څه باندې یوه میاشت کې د افغانستان په دریو سویلي ولایتونو کندهار، هلمند او زابل کې ۶ ماشومان ژورو څاګانو ته لویدلي، چې یوازې دوه یې ژغورل شوي دي.
له دوی د حیدر په نوم د یوه شپږ کلن زابلي ماشوم کیسې ډېره دردوونکې وه.
هغه له څلورو شپو او ورځو پرله پسې هڅو وروسته له څاه راوایستل شو خو روغتون ته تر رسېدو مخکې یې ساه ورکړه.
کیسه تر هغه محدوده پاته نه شوه، کندهار او هلمند کې هم ورته پنځه پېښې رامنځته شوې، چې یوازې دوه کوچنیان ترې وژغورل شول.
د هلمند د اطلاعاتو امر محمد قاسم ریاض د دغو پېښو د تکرار لامل دغو سیمو کې د ګڼو ژورو څاګانو کیندل ګڼي.
هغه وایي "هلمند کې وچ اوبی خورا زیات دی، ځکه نو د ژورو څاګانو شمېر هم زیات دی. خو خلک د دغو څاګانو خوندیتوب ته پام نه کوي او سرونه یې پرانیستي وي، ځکه د دا ډول پېښو شاهدان یو."
نوموړی وایي ولایتي ادارې یوه کمېسیون ته دنده سپارلې، چې په ټول هلمند کې د ځايي خلکو په مرسته د ژورو څاګانو سرونه پټ او خوندي کړي.
فراه، نیمروز، کندهار، هلمند، اروزګان او زابل په وروستیو څو کلونو کې وچکالۍ سخت ځپلي او د اوبو د کمښت له بحران سره مخ دي.
د ورښتونو نشتوالي له کبله یو شمېر سیمو کي ویالې، سیندونه او همدا راز تر ځمکې لاندې اوبه لا له وړاندې وچې شوې دي.
حمیدالله له تېرو لسو کلونو راهیسې کندهار کې د برمو وهلو کار کوي.
نوموړي وایي کار یې غوړېدلی، ځکه د ځمکې پر سر اوبه نشته او د خلکو تکیه د ځمکې د تل په اوبه ده، هغه زیرمې، چې نه خلک او نه هم حمیدالله پوهېږي، چې تر کله به د لاسرسي وړ وي.
حمیدالله وایي په پنځو یا شپږو ورځو کې یوه ژوره څاه کېندي او د ژورو څاګانو د کیندنې اووه ماشینونه لري، چې هره میاشت کې پنځه شپږ څاګانې کیندي.
په تېرو څلورو لسیزو کې د وګړو د شمېر ډیروالی، کرهڼه د یوازینۍ عایداتي سرچینې ګڼل، د اوبو د کارولو لپاره د قانون نشتوالی او ناسم امنیتي وضعیت د ځمکې د سر او تل اوبو وضعیت له یوه بحران سره مخ کړی دی.
ګڼو سیمو کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه نیوجن سطحې ته رسېدلې، چي دا د اوبو وروستۍ طبقه بلل کېږي.
د اوبو چارو د تنظيم ملي ادارې پخوانی مشر خان محمد تکل وایي اقلیمي بدلون او وچکالۍ د ځمکې د سر اوبه کمې کړي او په کال کي یوازې یو سانتي متر باران ځمکه کې جذبېږي. خو بر عکس هر کال له یو تر دولسو متره پورې اوبه د ځمکه له تله را ایستل کېږي.
نوموړی د اوبو مهارولو، کارولو، لګولو او رسولو برخو کې د اوبو د نوي جوړ شوي قانون پر پلي کېدو د ټینګار ترڅنګ دې برخه کې د عامه پوهاوي غوښتنه کوي.
ښاغلی تکل وایي "د اوبو د سرچینو د پراختیا او د اوبو د مدیریت ملي پلان باید پلی شي، چي په دغه پلانونو کې د زرګونو چیک ډیمونو، کانالونو، سربندونو او نژدې ۵۰ لویو او متوسطو بندونو سروې، ډیزاین او جوړول شامل دي، چې په پلي کېدو سره به یې د اوبو سرچینې زیاتې او کرنیزې ځمکې به له دوه اعشاره دوه - درې اعشاره نهه میلیون هکټارو ته پورته شي."
ښاغلی تکل د افغانستان په سویل کې د بخش آباد بند، د فراه ولایت جیون ولسوالۍ کې د درېو بندونو هرود رود، خاش رود او فراه رود سیندونو مهارول، د کمال خان بند او نهرسراج کانالونه رغول او د لوړې او دهلې بند ستراتیژیکې پروژې یادوي.
د نوموړي په خبره که پر دغه پروژه په لنډ مهال کې کار پیل نه شي، ښایې ددي سیمي خلک د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شي.