کرېکټ: ګراهام تورپ د افغان ملي لوبډلې روزونکی وګومارل شو

د افغانستان کرېکټ بورډ په وينا د انګلنډ لوبډلې پخوانی توپ وهونکی ګراهام تورپ د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه ګومارل شوی دی.
د کرېکټ بورډ د اعلاميې له مخې نوموړی به ژر د ملي لوبغاړو روزنه پيل کړي.
تر دې وړاندې د استراليا د ملي لوبډلې پخوانی توپوهونکی سټورټ لا د ملي لوبډلې لنډ مهالی روزونکی دنده پر مخ وړه.
د کرېکټ نړيوالې شورا د معلوماتوله مخې ګراهام له ۱۹۸۷ تر ۲۰۰۲ کال پورې د انګلنډ لپاره په ۱۰۰ ټېسټ لوبو کې ۶۷۴۴ او ۸۲ يو ورځينو لوبو کې ۲۳۸۰ منډې کړې دي.
ښاغلی ګراهام له ۲۰۱۱ کاله تر ۲۰۲۲ پور ې د انګلنډ او وېلز کرېکټ بورډونو سره په بېلابېلو برخو کې د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده. له دې وروسته يې د څو کلونو لپاره د انګلنډ کورني کرېکټ برخه کې هم د مسلکي رزونکي دنده پر مخ وړې ده.
د ګراهام دغه ګومارنه په داسې حال کې شوې چې تېره ورځ د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې د اپرېل مياشت کې د ملي لوبډلې او ځينو ځوانانو لوبغاړو روزنيز کمپ په متحده عرب اماراتو کې پيلوي چې يونس خان به يې د بټېنګ په برخه کې د روزنې دنده پر غاړه وړي.
د توپ اچوونې يا بالېنګ په برخه کې به عمر ګل له افغان بالرانو سره مرسته کوي.