له پاکستانه افغانستان ته د وارداتو په کچه کې کموالی راغلی

Jul 15, 2023 - 13:34
 8
له پاکستانه افغانستان ته د وارداتو په کچه کې کموالی راغلی

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مسوولین وايي، له پاکستانه افغانستان ته د وارداتو په کچه کې کموالی راغلی دی. د دې خونې رییس د صادراتو په کچه کې د کموالي لاملونه بانکي او ټرانسپورټي ستونزې، په هېواد کې د پېر او پلور بازار پیکه کېدل، د ویزې په برخه کې ستونزې او په پاکستان کې منفي مالي ناورین، بولي. له دې سره سم، د صنعت او سوداګرۍ وزارت پاکستان ته د صادراتو له زیاتېدو خبر ورکوي. دغه وزارت وايي، د روان لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې د ۲۰۱ مېلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي پاکستان ته صادر سوي دي. د دې وزارت په وینا، پاکستان ته تر ډېره تازه میوې، غالۍ، پنبه او د ډبرو سکاره صادر سوي دي. یو شمیر سوداګر بیا وايي، له پاکستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتیدو لپاره باید ګمرکي ستونزې حل سي او بندرونه هم باید ۲۴ ساعته  فعال وي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ورکړل سویو مالوماتو له مخې، د روان هجري لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې د ۱۵۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي، د هند، چین او ایران په ګډون د سیمې او عربي هېوادونو ته صادر سوي دي.