پخواني ولسمشر کرزي ته د طالب چارواکي خبرې او د نوموړي ځواب

Nov 18, 2021 - 11:47
 7
پخواني ولسمشر کرزي ته د طالب چارواکي خبرې او د نوموړي ځواب

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د وزیر د دې څرګندونو په ځواب کې چې کرزی لوی مجرم دی، په ټویټر او فیسبوک کې ځواب ورکړ.

ښاغلي کرزي پرون چهارشنبه (د لړم ۲۶مه) ولیکل چې د دې وزیر څرګندونې د تبصرې وړ نه ګڼي، خو توصیه ورته کوي چې ملي وحدت او اتحاد د ګران هېواد د عزت او د یو باثباته ملي نظام د جوړېدو لاره ده.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي پرون په بلخ ولایت کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال د طالبانو عمومي بښنې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې تر کرزي، عبدالله او مسلمیار لوی مجرمین څوک دي، خو طالبانو په خپل نفس پښه ایښې ده.

تراوسه د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د مشرانو جرګې پخواني مشر فضل هادي مسلمیار د طالبانو د دې وزیر د څرګندونو په ارتباط نظر نه دی څرګند کړی.