م م : داعش په افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخ کړي.

ملګرو ملتو ویلي، د اسلامي دولت په نامه وسله والې ډلې په افغانستان کې خپل فعالیت پراخ کړی او په وینا یې داسې ښکاري چې اوس د دغه هېواد په ټولو ولایتونو کې د دې ډلې وسله وال شته.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړې استازې، ډېبورا لاینز، د دې ټولنې امنیت شورا غونډې ته وویل، چې د طالبانو غبرګون له دې امله اندېښمنوونکی دی، چې د هغې په خبره، د اسلامي دولت ډلې د مشکوکو غړو پر ناقانونه بندیانولو او وژلو ور ټول دی.
مېرمن لاینز په خپل رپوټ کې وویل، طالبان له نړیوالې ټولنې د رسميت پېژندنې غوښتنه لري او له ملګرو ملتونو سره یې ژمنه کړې چې د مرستندویه چارو لپاره هر ځای بشپړه همکاري کوي، داسې چې د ملګرو ملتونو کارکونکي دې وختونو کې هغو سیمو ته سفرونه کوي چې په تېرو پنځه ویشتو کلونو کې یې تګ راتګ نه درلود.
خو اغلې لاینز وايي، له طالبانو سره لا هم جنجالونه شته. دا وايي: ''په ځانګړې ډول توکمیز توپیري چلند، د مېرمنو کړاونه، د نجونو پوهنیز بهیر، نا انډوله سیاسي جوړښت او د تاوتریخوالي اوخپلسرو وژنو رپوټونه مو هم ترلاسه کړي ''
مېرمن ډیبورا لینز وویل، طالبان خپلې نېمګړتیاوې مني، د حکومتولۍ د سمونو ژمنې کوي او وايي چې دنجونو د کار او زده کړو لپاره نوې تګلاري جوړوي چې له اسلامي شریعت سره برابرې وي.
د ملګرو ملتونو دغې استازې د امنیتي اندېښنو په تړاو وویل د داعش خراسان ډله لکه د کابل او څو نورو ولایتونو په ګډون اوس په ټولو ولایتونو کې فعالیتونه کوي. دا وايي:
''داعش په دې کال کې ۳۳۴ بریدونه کړي او یا یې د دومره بریدونو پړه منلې. ''
په ټوله کې د بیړنیو بشري مرستو رسول د ټولو د خ ګډ ټکی و، ورسره د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د پاملرنې غږ او له طالبانو غوښتنې وې چې خپل هېواد کې دې د انساني حقونو، د ښځینه وو د حقونو، د لږکیو حقونو او ټول ګډونه حکومت په څیر مسلو ته دې جدي پام وکړي، چې د دوئ او نړیوالې ټولنې تر منځ باور او اړیکه جوړولی شي.