سوداګرۍ وزارت: تېرو ۶ مياشتو کې د ۱۹ ميليون ډالرو په ارزښت ځلغوزي صادر سوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له افغانستان څخه د ۱۹ میلیون ډالرو په ارزښت ځلغوزې بهر ته صادرې شوي دي.
که څه هم د افغانستان د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته هوايي دهلیزونه بند شوي او بهر ته د صادراتو په تېره بیا ځلغوزیو صادرات کم شوي خو د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د ځلغوزیو د صادراتو اندازه په زیاتېدو ده.
دا وزارت وايي، ژر به ۱۸ ټنه ځلغوزه ایټالیا ته صادره شي.