طالبان: پر ټولنیزو رسنیو د یو 'پخواني پوځي' د وهلو ډبولو وېډیو څېړو

Dec 27, 2021 - 19:37
 13
طالبان: پر ټولنیزو رسنیو د یو 'پخواني پوځي' د وهلو ډبولو وېډیو څېړو

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د هغې وېډیو په اړه څېړنه کوي چې په‌کې ښکاري وسله‌وال یو "پخوانی پوځي" وهي ډبوي. پر ټولنیزو شبکو داسې ادعا سوې چې دا وسله‌وال کسان طالبان دي.

د دغه وزارت ویاند سعید خوستي خبریالانو ته ویلي، دوی به دا کسان پیدا او په خبره‌یې راتلونکي کې به د داسې پېښو مخه ونیسي.

ځایي خبریالانو هغه کس چې شکنجه کېږي، رحمت‌الله قادري یاد کړی چې د پخواني نظام د ملي اردو د یوه کنډک قوماندان و.

په هغې وېډیو کې چې ټولنیزو رسنیو کې ښکته پورته کېږي، ښکاري چې وسله‌وال کسان په یوه خونه کې دغه "پخوانی پوځي" چې لاسونه‌یې ولچک دي، په څپېړو او لغتو وهي.

پر طالبانو نیوکه کېږي چې له عمومي عفوې سره سره له ځینو پخوانیو پوځیانو سره ناوړه چلند کوي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هم تېره میاشت وویل، د طالبانو د واکمنۍ له پيله یوازې ۴ ولایتونو کې د پخواني حکومت ۱۰۰ سرتېري وژل، شکنجه او یا تري تم سوي دي.

طالبانو هغه مهال دا راپور رد کړ، خو ویې‌ویل د شکنجې او ځورونې ځینې پېښې له شخصي دښمنۍ سره تړلې دي.