د ازادو ژورنالېستانو ټولنه: د نورین ټلوېزیون مشر ظاهراً طالبانو نیولی

Dec 27, 2021 - 19:41
 10
د ازادو ژورنالېستانو ټولنه: د نورین ټلوېزیون مشر ظاهراً طالبانو نیولی

د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنه وايي چې د نورین خصوصي ټلوېزیون د امتیاز خاوند محمد عارف نوري ظاهراً د طالبانو له‌خوا په کابل کې نیول سوی دی.

دغې ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي چې ښاغلی نوري پرون ماسپښین د کابل په کارته پروان کې له خپله کوره بېول سوی چې تر اوسه‌یې د برخلیک په اړه معلومات نه‌ سته.

د ازادو ژورنالېستانو ټولنې د دغسې پېښو له کبله اندېښنه ښوولې او د محمد عارف نوري د خوشې کېدو غوښتنه‌یې کړې ده.

طالبانو د دې موضوع په اړه تر اوسه کومه تبصره نه‌ده کړې.