ازبکستان روانه اونۍ د افغانستان په تړاو د یوې غونډې کوربه دی

Apr 9, 2023 - 21:07
Apr 10, 2023 - 06:37
 14
ازبکستان روانه اونۍ د افغانستان په تړاو د یوې غونډې کوربه دی

د ازبکستان په سمرقند ښار کې د افغانستان په تړاو د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډه جوړیږي.

د روسیې ټاس خبري اژانس د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف له خولې لیکلي، چې د دې غونډې ګډونوال به د سیاسي، بشري، اقتصادي او ټولنیزو مسایلو، په تېره بیا له ترهګرۍ او نشه‌يي توکو سره د مبارزې په تړاو خبرې وکړي.

زموږ یوټیوب چینل درسره لایک کړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزات ویلي، ټاکل سوې، د روسیې، چین، ایران، پاکستان، ترکمنستان او ازبکستان په ګډون د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو څلورمه غونډه د روان زیږدیز کال د اپرېل په ۱۳مه، د ازبکستان په سمرقند کې جوړه سي او د روسي پلاوي مشري به د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف پرغاړه وي.

زموږ فیس بوک پاڼه کې بشپړراپورونه وګوري او پاڼه لایک کړ

د افغانستان سرپرست حکومت وایي، چې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته ګواښ ورپېښ نه سي.

سکون راډيو