ملا برادر: افغانستان نږدې راتلونکي کې له اقتصادي پلوه پر ځان بسيا کېدلی سي

ملا برادر: افغانستان نږدې راتلونکي کې له اقتصادي پلوه پر ځان بسيا کېدلی سي

د رئیس الوزرا لومړی مرستیال وایي، افغانستان نږدې راتلونکې کې له اقتصادي پلوه په ځان بسیا کېدلی شي.

ملا عبدالغني برادر دغه څرګندونې نن په کابل کې د اوبو او انرژۍ په سکټور کې د پانګونې د جذب په نوم کنفرانس ته وکړې.

برادر ویلي، هره ورځ د کانونو د کېندنې او بندونو جوړولو په برخه کې کارونه زیاتیږي.

ا ا ا دغه ډاډ داسې مهال ورکوي چې په افغانستان کې اوسنی اقتصادي ناورین بې ساری بلل شوی او ویل کېږي چې پنځه لکه کسان بې دندې شوي دي.

پر ا ا ا دا نیوکه هم کېږي چې د کانونو په کېندنه کې بېړه کوي او له پوره تخنیکي دقته کار نه اخلي.