د لاریونونو په دوام،هلمند کې یو ځل بیا د امریکا ضد لاریون ترسره سو!

Aug 12, 2022 - 19:11
 16
د لاریونونو په دوام،هلمند کې یو ځل بیا د امریکا ضد لاریون ترسره سو!

وروسته له هغې چې د امریکا متحده ایالتونو جمهور ریس جوبایډن په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري پر کور د برید ادعا وکړه ، د هیواد په ګوډ ګوډ کې ولسي وګړی لارو او کوڅو ته راووتل او مرګ پر امریکا د شعار سره مله لاریونونه یې پیل کړل.

دوي دا برید د افغانستان په فضایي حریم ښکاره تیری وباله او امریکا یې د دوحي د تړون په نقص تورنه کړه.

ددې لاریونونو په دوام هلمند کې نن یو ځل بیا ولسي وګړي د امریکا په ضد لاریون ته راوتلي او د مرګ په امریکا شعار په ورکولو سره په افغانستان کې د امریکا وروستي بریدونه غندي.

دوي زیاتوي چې افغان ولس لا له خپلي مبارزې ستړی سوی ندی او که امریکا یو ځل بیا پر افغانستان د برید هڅه وکړي ددوي په وینا چې افغان ولس به یې پر وړاندي ودریږي.

یاده دې وي چې له دې لاریون وړاندي هم  هلمند کې په تیره اونۍ کې  دهلمند صرافانو او هلمندي ولسونو له لوري د امریکا  پر ضد لاریونونه ترسره سول او د امریکا له لوري سوې برید یې په  کلکو ټکو وغندي.