بست خصوصي پوهنتون له زده کوونکو د کانکور ازموینه واخیسته!

Aug 12, 2022 - 22:17
 24
بست خصوصي پوهنتون له زده کوونکو د کانکور ازموینه واخیسته!

نن جمعه د ۱۴۰۱ ه ش کال د زمري میاشتي په ۲۱ نیته  هلمند کې بست پوهنتون د خپل خزاني کانکور په لړ کې په بیلابیلو پوهنځیو کې له ۲۱۹ تنو زده کوونکوو چې له هغې جملې ۱۹۹ تنه نارینه او ۲۰ تنه ښځینه زده کوونکي وې د کانکور ازموینه واخیستل.

د بست  خصوصی پوهنتون ریس د ازمویني له ګډون کوونکو څخه  ددې لپاره چې یاد پوهنتون یې انتخاب کړی د مننې تر څنګ وویل چې ددوې اداره ژمنه ده تر څو یادو زده کوونکو ته معیاری زده کړو زمینه برابر کړي او ځوانانو په رشتو کي وروزۍ.

پر همدې مهال د هلمند لپاره د لوړو زده کړو وزارت استازي نعمت الله مطیع په ټولنه کې د عصري زده کړو د اهمیت څرګندولو ترڅنګ زده کوونکو ته په خپله برخه کې د ښه مسلکي زده کړي سپارښتنه وکړه او لوړو زده کړو په دوام یې ټینګار وکړ

په کانکور ازموینه کې د بیلابیلو ولایتونو څخه زده کوونکو ګډون کړی او دوي وايې بست پوهنتون یې ځکه ټاکلي  چې زده کړې یې معیاري دي او زیاتوي چې د یاد پوهنتون په انتخاب کې د کورنۍ له ملاتړه برخمن دي.

هلمند کې داسي مهال له سلګونو زده کوونکو د کانکور ازموینه اخیستل کیږي چې لا هم ناوړه اقتصادي وضیعیت پر ښوونیز بهیر منفي اغیز شیندلی دی او ډیري زده کوونکو چي له ښوونځيو فارغیږي د اقتصادي ستونزو له امله خپلو لوړو زده کړو ته دوام نسي ورکولي.