ځینې افغانان د پاسپورټ ریاست د فعالیت بېرته پیلېدل غواړي.

Dec 18, 2022 - 16:22
Dec 18, 2022 - 16:35
 3
ځینې افغانان  د پاسپورټ ریاست د فعالیت بېرته پیلېدل غواړي.

په کابل کې د پاسپورټ یو شمېر غوښتونکي شکایت لري چې د پاسپورټ دفتر له دوو میاشتو د زیاتې مودې راهیسې تړلی او حکومت هېڅ اقدام نه دی کړی.

شريفه په کابل کې د پاسپورټ له غوښتونکو څخه ده.

هغه وايي، پلان لري چې پاکستان ته د درملنې لپاره لاړه سي، خو د پاسپورټ نه لرلو له امله نه سي تللای.

نوموړي په خبرو کې وويل، د زړه او د وينې د فشار ناروغي لري او ان مخکې له دې چې د پاسپورټ دفتر دروازه وتړل شي دا څو ځلې پاسپورټ ریاست ته تللې وه چې پاسپورټ تر لاسه کړي.

هغې زیاته کړه:"زه ډېر ناروغه يم، دلته مې هر ډول علاج وکړ، خو ګټه يې ونه کړه بیا مې زامنو وویل چې پاکستان ته مې بوځي چې روغه سم، خو له بده مرغه د پاسپورټ دفتر بند دی او هېڅ نه خلاصېږي، نو نور دا انتظار تر کله؟"

عبدالحمید د پاسپورټ یو بل غوښتونکی دی چې امریکا ته روان دی، خو د پاسپورټ د نه لرلو له امله یې کار له ډېرې مودې ځنډېدلی.

هغه وویل: "زه او زما د کورنۍ غړي د تخلیې په لېست کې شامل یو، خو دا چې پاسپورټ نه لرو له امله مې کارونه تر اوسه ځنډېدلي.

څه موده وړاندې زما یو ملګري چې جرمني ته روان و، ویې ویل په ۱۷۰۰ ډالرو یې پاسپورټ اخیستی دی."

دا ستونزې په داسې حال کې دي چې د پاسپورټ ریاست د دقتر له تړل کېدو څه باندې دوه میاشتې تېرېږي، خو لا هم د پاسپورټونو وېش نه دی پیل شوی او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

خو  چارواکي د پیسو په بدل کې د پاسپورټونو د وېش ادعاوې ردوي او ټینګار کوي چې د پاسپورټ دفتر د فني ستونزو د حل لپاره د دوی چټکې هڅې روانې دي.

د دې ریاست ویاند نورالله پتمن ازادي راډيو ته وویل: "تخنيکي ستونزې سته چې موږ لا هم ورسره مخ يو. ډېری وسایل اکمال او تجهيزېږي نو ځکه د پاسپورټ دفتر تړلی چې کله هم دا وسایل اکمال او تجهیز سي، دفترونه به بېرته پرانیستل سي.

خو دا چې څه وخت به دا دفترونه پرانیستل سي څه یې ونه ویل.

پتمن دا هم وويل، هغه کسان چې اوسمهال پاسپورټونه ترلاسه کوي، ډېرى یې جعلي دي چې له بهره راځي او وېشل کېږي او زياته يې کړه چې د عاملانو د نيولو هڅې روانې دي.

نوموړي له خلکو وغوښتل له هغو کسانو چې د پيسو په بدل کې پاسپورټونه ورکوي، پاسپورت وانخلي.

 د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټونو عمومي ریاست د روان کال د تلې په میاشت کې اعلان وکړ چې د پاسپورټونو د وېش بهیر یې ودراوه.

د حکومت د پاسپورټونو د عمومي ریاست په خبرپاڼه کې د دې کار لامل فني ستونزې بلل شوې وې او د پاسپورټ له غوښتونکو غوښتل سوي وو چې د دغه ریاست تر بل اطلاعیې پورې دې په تمه اوسي.

د دې رياست په خبرپاڼه کې دا هم ويل سوي وو چې په ورځني ډول له څلورو تر پنځو زرو پاسپورټونو د وېش له امله د دوی د چاپ ماشينونه او نور فني وسايل زاړه او څه له کاره لوېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې  د پاسپورټونو د وېش بهیر څو ځلې په ځانګړي ډول په ولایتونو کې ځڼدېدلی او د پاسپورټ زرګونه غوښتونکو له دې امله په وار وار شکایت کړی دی.

سکون راډیو