هلمند کې په درو جلاجلا ترافیکي پېښو کې پنځه تنه ټپیان سوي

Mar 27, 2022 - 00:44
Apr 2, 2022 - 15:04
 103
هلمند کې په درو جلاجلا ترافیکي پېښو کې پنځه تنه ټپیان سوي
هلمند کې په درو جلاجلا ترافیکي پېښو کې پنځه تنه ټپیان سوي

دهلمند داطلاعاتو کلتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض سکون راډیو ته وویل نن غرمه مهال ددې ولایت ګرشک ولسوالۍ یخچال سیمه کي ددوه عرادې موټرسېکلانو ترمنځ ټکر سوی چې په پایله کې دواړه موټرسېکل چلوونکي ټپیان سوي دي دیوه تن پښه هم ماته سوې ده.

نوموړی زیاته وې چي ټپیان مسئولینو له لوري روغتون ته لېږدول سوي او ترملني لاندي دي. مولوي محمد قاسم ریاض زیاته کړه یوه بله جلا ترافیکي پېښه کي چي نن غرمه مهال د ګرشک ولسوالۍ مربوط دسیدانو سیمه کي د کندهارـ هرات پر عمومي سړک رامنځ ته سوه یو تن ټپي سوی دی چي د درملني په موخه د مسئولینو له لوري روغتون ته انتقال سوی دی.

هغه وایې یاده پېښه هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله یوه عراده کورولا موټر د موټرسېکل سره ټکر وکړ او موټر سېکل چلوونکی یې ټپي کړ ریاض دغه راز داهم وویل نن غرمه مهال بیا بله ترافیکي پيښه دمارجې ولسوالۍ بلاک 9 سېمه کې رامنځ ته سوي چې په پایله کې دوتنه ټپیان سوې دې نوموړی وایې پېښه دمازاد او فلډر موټر ونو رامنځ ته سوي چې ټپیان روغتون ته انتقال سوي دې دیادونې وړده په دغه .ورستیو کې په هلمند کې ترافیکي پېښې زیاتې یوې دې چې په لسګونه کسان یاټپیان سوي او یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی