د ارزګان ځینې کونډې او بې سرپرسته ښځې له حکومت څخه مرسته غواړي.

Dec 18, 2022 - 15:21
 2
د ارزګان ځینې کونډې او بې سرپرسته ښځې له حکومت څخه مرسته غواړي.

په ارزګان کې کونډې او بې سرپرسته ښځې وايي، که حکومت غواړي عزت يې خوندي کړي نو د دوی ماشومانو لپاره دې د خوړو غم وخوري.

په ارزګان ولایت کې اوسمهال زرګونه بې سرپرسته ښځې شتون لري چې ټوله ورځ په ښار کې خیرات ټولوي او یا هم د موسسو د دفترونو مخې ته په دې نیت کېني څو ورسره مرسته وسي.

افغانستان کې د ژمي په راتګ سره د ګڼ شمیر کورنیو ترڅنګ هغه بی سرپرسته ښځي هم له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي کوم چي د کورنۍ د نفقې لپاره مالي ملاتړ ته اړتیا لري.

سکون راډیو