د درې سوه متره چرۍ د جوړولو چاري بشپړ او ګټي اخیستنی ته و سپارل سوه.
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار دوهمي ناحیي اړوند ساحه کښی دری سوه(۳۰۰) متره چري چي د جوړولو چاري یې مخکي پیل سوي وي د لښکرګاه ښاروالۍ د مرستیال له لوري د پټي په پریکولو سره ګټي اخیستني ته وسپارل سوه.
د لښکرګاه ښاروالۍ مرستیال محب مولوی د پټي پریکولو پرمهال وویل:لښکرګاه ښاروالي د ښاريانو ستونزو ته رسیدګي کوي او هڅه کوي چي په ښار کي زيات انکشافي فعالیتونه تر سره کړي، هغه د ښاريانو څخه و غوښتل چي خپل د ملکیتونو د صفائي محصول پر وخت ښاروالۍ ته تحويل کړي ترڅو ښاروالي وخلګو ته خدمات وړاندی کړي.