یونیسف او آی آر سي موسيسې هلمند کي ۵۶۰ د محلي زده کړو ټولګي پرانیزي.

Mar 24, 2022 - 14:34
Apr 2, 2022 - 12:05
 15
یونیسف او آی  آر سي  موسيسې  هلمند کي ۵۶۰ د محلي زده کړو ټولګي پرانیزي.
یونیسف او آی  آر سي  موسيسې  هلمند کي ۵۶۰ د محلي زده کړو ټولګي پرانیزي.

داڅرګندوني نن دهلمند ولایت د پوهني رئیس په سړو سیمو کي د۱۴۰۱تعلیمي کال دپیل په مناسبت یوې جوړي سوي غونډي ته وکړې. په سړو سیمو کي همدا نن د ۱۴۰۱ تعلیمي کال پیل سو.

خو ګرمسېرو سیمو کي دسنبلې پرپنځلسمه ۱۵ نېټه تعلیمي کال پیلېږي. په سړو سیمو کي دڅورلس سوه ۱۴۰۱ تعلیمي کال دپیل په مناسبت د هلمند پوهني ریاست له خوا غونډه جوړه سوې وه .

په دې غونډه کي دهلمند دپوهني رئیس مولوي محمد عوض انصاري ددولتي ادارو مسولینو ښوونکو او دپوهني ریاست کارکونکو ګډون درلود . غونډه کي دپوهني رئیس وویل دا ولایت کی درې سوه څلور پنځوس۳۵۴ ښوونځي رسمي تشکیل لري چی اتیا ۸۰ یې غیري فعاله دی او نوري ټولي دزده کونکو پروړاندي پرانستل سوي دي.

نوموړی وایي راتلونکی تعلیمی کال کي به اتیا ۸۰تړل سوي ښوونځي هم بیرته پرانیستل سي. مولوي انصاري وايي هلمند کي ۲۵۴۴۶۰زده کونکي په زده کړو بوخت دي چي په قول يي راتلونکي تعلیمي کال کي به دتړلو ښوونځیو دپرانستلو او دښوونکو دکمبود ستونزه هم تر ډیره بریدن هواره سي هغه وویل ددولتي ښوونځیو ترڅنګ ۲۸۰ دمحلي زده کړو ټولګي یونسیف او ۳۰۹ ټولګي دآی آر سي موسيسې لخوا دهلمند په یوشمېر ولسوالیو کي فعاله دي چی دنوي تعلیمي کال دپیل سره سم به ۵ ۴۰ نور محلي ټولګي یونسیف او ۱۵۵دمحلي زده کړو ټولګي به د آی آر سي موسیسو له خوا پرانیستل سي.

نوموړي همدا راز وویل له پوهني ریاست سره ۳۰ دیني مدرسې هم ثبت دي او د دې تر څنګ ۱۰۸۵غیر رسمي مدرسې هم فعاله دي. دا په داسي حال کي ده چي زابل ولایت کي هم نن د نوي تعلیمي کال جوړي سوي غونډه کي دیاد ولایت محلي چارواکو رسنیو ته خبر ور کړی وو چي ګواکي یونیسف زابل کي ۶۰ نوي ښوونځي جوړوي.