زابل ولایت کي ۶۰ بابه نوي ښوونځي جوړیږي !

د زابل ولایت سیمه ییزو مسؤلینو نن دنوي ۱۴۰۱ تعلیمي کال دپیل لپاره یوې جوړي سوي غونډي ته وویل یاد ولایت کي د یونیسف موسیسې په همکارۍ ۶۰ بابه نوي ښوونځي جوړیږي.
د زابل دپوهني رئیس مولوي محمد عثمان حریت په وینا هر ښوونځی به اوه (۷) تنه ښوونکي ولري چي میاشتنۍ تنخوا به یې هم د یونیسف موسیسې له خوا ور کول کیږي.
یادي غونډي ته د پوهنې رئیس دخپلو خبرو پر مهال علم هغه ارزښتناک پدیده وګڼل چي انسان د جهل له تیارې باسي د رڼا لوري ته يې ور ګرځوي نوموړي له دیني علمانو څخه غوښتنه وکړه چې د علمي ارزښتونو په پار دي دعامه پوهاوي برخه کي دمعارف ریاست سره رغنده همکاري وکړي. هغه همداراز دمساجدو له ملا امامانو غوښتنه وکړل چي د ممبرونو لاري دي ولسي وګړي د زده کړو په ارزښت خبر کړي؛ ترڅو خپل په ماشومانو باندې دیني او عصري زده کړې وکړي .
د غونډې پر مهال د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر هم د نوي تعلیمي کال د مبارکې ترڅنګ په دې ولایت کې د پوهنې د کیفیت او پیاوړې کولو په برخه کې د هر راز هڅو ډاډ ورکړ نوموړي د علم زده کړه زیاته اړینه وبلل.
دغونډي پای کې د ۱۴۰۱ لمریز ښوونیز کال تازه پیل ته د مرستیال والي او یو شمیر نورو دولتي مشرانو لخوا زنګ ووهل سو .