تامس وېسټ: هیله لرو چې اسلامي امارت به د نجونو د زدکړو په اړه خپله پرېکړه ژر بدله کړي

Mar 26, 2022 - 22:37
Mar 26, 2022 - 22:39
 3
تامس وېسټ: هیله لرو چې اسلامي امارت به د نجونو د زدکړو په اړه خپله پرېکړه ژر بدله کړي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازی تامس وېسټ وايي دوی هیله من دي چې اسلامي امارت به راتلونکو ورځو کې د نجونو د ثانوي زدکړو په اړه پر خپله وروستۍ پرېکړه بیا غور وکړي او ټولو نجونو ته به ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي.

ښاغلي وېسټ د شنبې پر ورځ قطر کې د 'دوحه فورم' په نامه یوې نړیوالې ناستې ته وویل: "زه هیله من یم چې موږ به راتلونکو ورځو کې د دې پرېکړې (د نجونو په ثانوي زدکړو د بندیز) د بېرته اخیستو شاهدان و اوسو."

هغه زیاته کړې "کله چې تېر اکتوبر کې اسلامي امارت سره د لیدنو لړ کې بیا کیناستو، نو یوه غوښتنه یې راته مخې ته کېښوده. لطفآ زموږ ملکي کارکوونکي بېرته کار ته وګرځوئ - یوه ستره کتله، ۵۰۰ زره کسان."

ښاغلی وېسټ وايي دوی هم (اسلامي امارت سره د کار) پیل لپاره یو منطقي ټکي ته اړتیا درلوده، نو د نوموړي په وینا د زدکړو سکتور یوه داسې برخه وه چې نړیوالې ټولنې ته یې اهمیت درلود.

د امریکا ځانګړی استازی وايي دوی هم هغه مهال اسلامي امارت ته ځینې غوښتې مخې ته کېښودې.

ښاغلی وېسټ زیاتوي: "لومړی دا چې نجونې او مېرمنې به د هېواد هره برخه کې د هرې کچې زدکړې وکړای شي. موږ له اسلامی امارت د جمهوریت د مهال پرتله لوړ کیفیت نه غوښت. خو غوښتل مو راتلونکی نسل وګوري چې د هېواد هره برخه کې نجونې او مېرمنې زدکړې کولی شي."

څارونکی میکانیزم او کارنده درسي نصاب هغه نورې غوښتنې دي چې ټامس ویست وايي دوی له طالبانو کړې وې.

یاده دې وي چې د جمعې پر ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي وو، د ښاغلي وېسټ په مشرۍ دوحه کې له اسلامي امارت سره کېدونکې خبرې لغوه شوې دي.

امریکایانو دا پلان شوې خبرې وروسته له هغه لغوه کړې چې اسلامي امارت دوه ورځې وړاندې د خپلو پخوانیو څرګندونو او ژمنو خلاف اعلان وکړ چې د 'اسلامي حجاب او نورو شرایطو په اړه تر وروستۍ پرېکړې به د نجونو منځني ښوونځي بند پاتې وي'.

د اسلامي امارت دې پرېکړې په کور دننه او په نړیواله کچه پراخ او توند غبرګونونه را وپارول او د ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې، امریکا او ګڼو نورو نړیوالو ادارو لخوا یې غندنه وشوه.