د اوکرایین د بهرنیو چارو وزیر: بایډن راسره د لا ډېرو پوځي مرستو ژمنه وکړه

Mar 27, 2022 - 01:26
 18
د اوکرایین د بهرنیو چارو وزیر: بایډن راسره د لا ډېرو پوځي مرستو ژمنه وکړه

د اوکرایین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د امریکا ولسمشر جو بایډن ورسره د لا ډېرو پوځي مرستو ژمنه کړې ده. ډيمیټرو کولېبا دا څرګندونې شنبه په پولنډ کې له ولسمشر بایډن سره تر کتنې وروسته.

ښاغلي کولېبا ویلي، امریکا د روسیې پر ضد روانه جګړه کې له اوکرایین سره تر بل هر هېواد ډېره مرسته کړې ده.

د نوموړي په وینا، د جګړې په ډګر کې د اوکراینیانو انرژي او د امریکا وسلې د بري راز دی، خو دا وضاحت یې نه دی کړی چې امریکا د څه ډول پوځي مرستو ژمنه ورسره کړې.

یاده دې وي چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن، چې د اروپا په سفر بوخت دی، د شنبې پر ورځ پولنډ کې د اوکرایین بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره وکتل.

دا پر اوکرایین د ورسیې یرغل له پیل راهیسې د دواړو خواو ترمنځ په دومره لوړه کچه لومړنۍ لیدنه وه.

ښاغلی بایډن بروکسل کې د ناټو او جي-۷ سرمشریزه کې له ګډون وروسته د جمعې پر ورځ پولنډ ته ولاړ.

د امریکا ولسمشر د اوکرایین له دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو سره تر لیدو وروسته پر خپل ټویټر لیکلي:

"موږ د اوکرایین ملاتړ لپاره د نړۍ د منسجمولو په تړاو پر خپلو هڅو او د متحدو ایالتونو لخوا د کېدونکو پوځي او بشري مرستو پر اهمیت خبرې وکړې."

ټاکل سوې نوموړی پولنډي چارواکو سره تر کتو وروسته د اوکرایین د جګړې په اړه وینا هم وکړي.

پولنډ د ناټو غړو او اوس د اوکرایین له جګړې د سلګونو زره تښتېدلو کسانو کوربه دی.