د افغان روباټیک ټیم مشرې ته د 'دوحه فورم' جایزه ورکړل سوه

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني د ۲۰۲۲ کال لپاره د دوحه فورم جایزه د افغان نجونو روباټیک ټیم شریکې موسسې او مشرې رویا محبوب ته ورکړې.
قطر فورم د دیپلوماسي، خبرو او تنوع تر سرلیک لاندې یو دیپلوماتیک دریځ یا فورم دی، چې نن شنبه یې د قطر پلازمېنه دوحه کې شلمه ناسته د دې هېواد امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني په وینا پیل شوه.
د دې فورم هدف د عملي سپارښتنو وړاندې کول او د پالیسیو چمتو کولو لړ کې د نظرتبادله بلل کېږي.
د افغان نجونو روباټیک ټیم مشره رویا محبوب وايي، د جایزې ترلاسه کولو له کبله خوښه ده.
نوموړې په یوه ټویټر پیغام کې ویلي:
''د دې جایزې ترلاسه کولو له کبله له زړه خوښه یم، د شیخ تمیم بن حمد ال ثاني مننه کوم او له هغو ټولو کسانو مننه، چې د دوی پر مټ دا چاره ممکنه شوه. ''
د افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ټام وېسټ او دغه راز د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري اغلې محبوب ته مبارکي ورکړې ده.
ښاغلي وېسټ په یوه ټویټر پیغام کې اغلې محبوب مخاطبوي او وايي: ''تاسو هغه څه مجسم کړل چې افغانانو د زدکړو له لارې تر لاسه کړي. ''
د افغانستان ښځو لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري په دې هکله وايي: ''ستاسو د پرتمینو خدمتونو ستاینه د افغانستان د لوڼو لپاره د زدکړو اهمیت جوتوي، دا پر ځان د بسیا او بدل شوي افغانستان لپاره یوه هیله ده. ''
د یادونې ده چې د افغان نجونو روباټیک ټیم نهه غړې نجونې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د تېر کال اګست کې له هېواده ووتلې.
دا ډله د قطر په مرسته د یوې ځانګړې الوتکې له لارې له کابله دوحې ته ورسېده.
دوی په ۲۰۱۷ کال کې د امریکا روباټیکو سیالیو لړ کې د سپینو مډال ترلاسه کړی و.