د سالنگ لویه لاره تر بیارغونې وروسته پرانیستل سو

Dec 20, 2023 - 12:17
 19
د سالنگ لویه لاره تر بیارغونې وروسته پرانیستل سو

د سالنگ لویه لار نن د لوړپوړو حکومتي چارواکو په حضور سره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه. د دغې لارې پرانیست غونډې ته د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال وویل، چې یاده لویه لار به نه یوازې د هېواد پلازمینه او شمالي سیمې سره ونښلوي بلکې د منځنۍ او سویلي اسیا په نښلولو کې به هم ونډه ولوبوي. نوموړي وویل چې د سالنګ تونل د بدیلې لار په توګه د دویم تونل پر جوړېدو هم خبرې روانې دي. اقتصادي مرستیال وویل، چې د تونل رغنیزې چارې د سرپرست حکومت له ملي بودجې ترسره شوې دي. سالنګ د هېواد یوه له مهمو مواصلاتي لارو څخه ده چې شمالي ولایتونه له مرکز کابل سره نښلوي.