هرات کې پر ۲۰ زره بزګرانو د سبو تخمونه وېشل سوي دي

Dec 30, 2023 - 12:25
 18
هرات کې پر ۲۰ زره بزګرانو د سبو تخمونه وېشل سوي دي

د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د یاد ولایت په انجیل او شینډنډ ولسوالیو کې پر۲۰ زره بزګرانو د سبو د تخمونو د وېش خبر ورکړی دی. د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالداری ریاست د کرنیزو چارو امر ویلي، چې دغه کرنیز تخمونه د اکشن اید موسسې په همکارۍ پر۲۰ زره بزګرانو وېشل سوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې سربېره پر دې سږکال د هرات د کرنې ریاست او د نورو موسسو په همکارۍ ۱۸۹۷،۵ مټریک ټنه غنم ، ۱۸۹۷،۵ مټریک ټنه DAP او ۱۹۰۹ مټریک ټنه یوریا سرې د هرات د ولسوالیو په کچه پر ۳۸۱۵۰ بزګرانو وېشل سوې دي.