جاپاني څېړونکو په بامیانو کې د بودا یو تخریب شوی انځور بیرته رغولی دی

Nov 20, 2021 - 16:22
 8
جاپاني څېړونکو په بامیانو کې د بودا یو تخریب شوی انځور بیرته رغولی دی

جاپاني څېړونکو د افغانستان د بامیانو په ولایت کې د بودا له لویو مجسمو سره په دیوال باندې د بودا یو لوی انځور چې د مجسمو له تخریبولو سره له منځه تللی و، په مصنوعي یا کلون بڼې بیرته جوړ کړی دی.دوی وايي دغه انځور یې د شاخوا سلو هغو عکسونو څخه په ګټې اخیستو، جوړ کړی چې د طالبانو له خوا د بودا د مجسمو او دغه انځور له نړولو مخکې ورڅخه اخیستل شوي و.جاپاني څېړونکي وايي د دودیزو او ډیجیټلي تخنیکونو په کارولو سره د بودا د یوه لوی تخریب شوی انځور ، مصنوعي یا کلون بڼه جوړه کړېده.جاپاني څېړونکو د درې کلونو په موده کې وکولی شول چې په اومې عیسوي پیړۍ پورې اړوند په سمڅه کې اصلي انځورګرۍ ته ورته انځور جوړ کړي او د روان کال د سپټمبر او اکټوبر په میاشتو کې یې د ټوکیو په یوه موزیم کې نندارې ته وړاندې کړي.

د افغانستان د تاریخ جاپانی تاریخپوه کاساکو مایدا وايي د افغانستان د فرهنګ یو ښه والی دادی چې یوناني، ایراني او هندي فرهنګونه په کې مخلوط شویدي.

د فرانسې د خبري آژانس خبریالان وايي بامیانو ته یې په خپل وروستي سفر کې ولیدل چې طالبان د بودا د تخریب شویو مجسمو له سیمې ساتنه کوي. او په بامیانو کې د یونیسکو په مالي مرسته د ۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت د یوه موزیم او فرهنګي مرکز د جوړولو کار دوام لري.