طالبان: د دولتي کارکوونکو د ۳ میاشتو معاشونه به یوځای ورکړو

Nov 20, 2021 - 16:15
 6
طالبان: د دولتي کارکوونکو د ۳ میاشتو معاشونه به یوځای ورکړو

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت وايي، د دولتي کار کوونکو د درې میاشتو معاشونه به یو ځای ورکړي.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل نن په کابل کې يوې خبري غوندې ته وویل، دا معاشونه د سنبلې، میزان او عقرب میاشتو معاشونه دي.

د نوموړي په خبره د دغو معاشونو په ورکړه کې ځنډ له دې امله راغی چې مخکني نظام کې تعادل نه و ساتلی او اوس یې دوی د نوې کړنلارې له مخې ورکوي چې دا کړنلاره د طالبانو د حکومت د وزیرانو شورا تصویب کړې ده.

خو د دغې کړنلارې په اړه یې ډېر جزییات ورنه کړل.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت د اسد د میاشتې د ډېریو ادارو معاشونه ورکړي، خو یو شمېر ادارو او کار کوونکو بیا د دې میاشتې معاش هم لا نه دی اخیستی.