د ترکیې یو خیریه بنسټ په کابل کې د یتیمانو د زده کړو کمپلېکس جوړوي

ا ا ا وايي د آی. اچ. اچ په نوم د ترکیې یو خیریه بنسټ به په کابل کې د یتیمانو د زده کړو یو لوی کمپلېکس جوړ کړي.
د پوهنې وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نورالله منیر او د ترکي خیریه بنسټ مشر عبدالله پرون سره لیدلي او تمه ده د کمپلېکس په جوړېدو سره ګڼو یتیمو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شي.
په افغانستان کې د ا ا ا د واکمنۍ له نهو میاشتو په تېرېدو سره سره لا هم د شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکړل شوې او د ښوونځیو دروازې د دوی پر مخ تړلې دي.
انتقادونه پر دې دي، چې د ا ا ا د پوهنې وزارت د دې ستونزې د هواري پر ځای په نورو مسایلو تمرکز لري.