هلمند والي کجکي ولسوالۍ ته سفر وکړ.
له ولسوالیو د نظارت په بهیر کې د هلمند والي کجکي ولسوالۍ ته سفر وکړ.
تیره ورځ له غرمي مخکې د هلمند والۍ عبدالاحد طالب کجکي ولسوالۍ ته د یو پلاوي په مشري سفر وکړ نوموړی کجکي ولسوالۍ ته د سفر پر مهال په هغه غونډه کې برخه واخیستل چي د یاد پلاوي د ورتګ په مناسبت جوړه سوي وه، هلمند والي غونډي ته د وینا پرمهال وویل: (موږ شپه او ورځ هڅه کوو چی ستاسو د سوکالۍ ، ترقي ، بیارغوني او ځان بسایني لپاره په هره برخه کۍ کار وکړو مګر بیا هم څومره چي ستاسو حق دی په هغه اندازه نه یو توانیدلي ) او پدي اړه يې له ولسونو بخښنه او معذرت وغوښتی. هلمند والي امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه ترڅو خپل له لیکو نامطلوبه کسان وباسي او په وروستیو کې یې د کجکي ولسوالۍ د ولسونو له همکاري مننه وکړه او د لازیاتي همکاري غوښتنه يې وکړه.
هلمند والي کجکي ولسوالۍ ته داسي مهال سفر کوي چي له څو ورځو راهیسي یې له ولسوالیو د نظارت بهیر پیل کړی دی.