په نوزاد ولسوالۍ کې پنځلس بستریز روغتون ګټې اخیستني ته وسپارل سو

Nov 17, 2021 - 10:49
Nov 17, 2021 - 10:53
 9
په نوزاد ولسوالۍ کې پنځلس بستریز روغتون ګټې اخیستني ته وسپارل سو
په نوزاد ولسوالۍ کې پنځلس بستریز روغتون ګټې اخیستني ته وسپارل سو

تیره ورځ  په نوزاد ولسوالۍ کې یو پنځلس بستریز روغتون تر جوړیدو وروسته ګټي اخیستنی ته وسپارل سو.

په هغو مراسیمو کې چي د همدي روغتون د پرانیستلو لپاره جوړ سوي وه د هلمند د عامي روغتیا ریاست مرستیال داد محمد محمدي ،د یاد ریاست د   مسول محمد زقوم یعقوبي ، د سوئي تغذيي مسول یارمحد ناصري او ګڼو نورو مسولینو برخه اخیستي وه HMIS. 

د دي یو پوړیز روغتون ټولي مالي چاري د اي اي اچ موسیسي پر غاړه وي.

 د مراسیمو په وروستیو کې یاد پنځلس بستریز روغتون د مسولینو له لوري د پټي په پري کولو سره ګټي اخیستني ته وسپارل سو.

د نوزاد ولسوالۍ اوسیدونکي وایي خوښ دي چی پخپله سیمه کې ورته روغتون جوړیږي او زیاتوي چي وروسته لدي به خپل ناروغان همدی روغتون ته د تداوي لپاره راولي.

نوزاد چي له مرکز څخه یوه لیري پرته ولسوالي ده زیات وختونه يي وګړي د روغتیا په  ګډون له بیلابیلو ستونزو سره مخ وي.