د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني، په کابل کې د جاپان له سفیر سره ناسته کړې

Feb 22, 2023 - 17:54
 11
د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني، په کابل کې د جاپان له سفیر سره ناسته کړې
د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني، په کابل کې د جاپان له سفیر سره په لیدنه کې ویلي چې «نړۍ د خپل سیاسي دریځ په خاطر چې زموږ په وړاندې یې لري، د افغانستان خلکو ته سزا ورکوي چې دا بې انصافي ده.»
کورنیو چارو وزارت په یو لړ ټویټونو کې د ښاغلي حقاني له قوله لیکلي، که چېرې نړۍواله ټولنه د خیر په نیت سره راټوله سي، ډېرې هیلې موجودې دي چې د بې اعتمادۍ اوسنۍ فصا به بدلون وکړي او د تفاهم ژبه به رامنځته سي.
کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا په دغې لیدنه کې له افغانستان سره د خپل هېواد د همکارۍ ژمنه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې په راروان تحصیلي کال کې په افغانستان کې د نجونو پر وړاندې هېڅ محدودیت نه وي.
سکون راډیو