یونېسیف د لوګر سلګونه ښوونځیو سره د صابون مرسته کړې

May 29, 2022 - 19:18
 11
یونېسیف د لوګر سلګونه ښوونځیو سره د صابون مرسته کړې

یونېسیف یا د کوچنیانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق د لوګر د سلګونه ښوونځیو سره د روغتیا ساتنې په هدف د زرګونه کلچو صابون مرسته وکړه.

ښوونکي او زده کوونکی ښایي مخکې له دې چې ټولګیو ته ننوځي لاسونه ومینځي.

په لوګر کې سلګونه ښوونځي فعال او لسګونه زره هلکان او نجونې خپلو زدکړو ته دوام ورکوي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاه پور عرب آزادی راډیو ته وویل: "په لوګر ولایت کې دا مهال د نجونو او هلکانو ۲۷۸ ښوونځي پرانیستي دي چې شاوخوا ۱۶۰ زده زده کوونکي چې تقریباً ۵۵ زره یې نجونې دي په زده کړو بوخت دي."

تېر اوړی واک ته د ا ا ا   له ستنېدو وروسته په اکثره ولایتونو کې د شپږم ټولګي څخه اوچتو نجونو ته د تعلیم اجازه نه ده ورکړې شوې.