د فرانسې او جرمني مشران: پوتین دې زېلېنسکي سره مستقیمو خبرو ته کېني

May 29, 2022 - 20:06
 16
د فرانسې او جرمني مشران: پوتین دې زېلېنسکي سره مستقیمو خبرو ته کېني

د فرانسې او جرمني‌ مشرانو د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین غوښتي‌ چې له خپل اوکراییني‌ سیال ولودومیر زېلېنسکي‌ سره "مستقیم او جدي مذاکرات" وکړي.

له ښاغلي پوتین د دې غوښتنې خبره د جرمني د لومړي وزیر دفتر کړې او ویلي یې دي چې د فرانسې ولسمشر ایمانیول مکرون او د جرمني صدراعظم اولاف شولز له ښاغلي پوتین سره په تلېفون ۸۰ دقیقې خبرې کړې دي.

دا دفتر وایي دواړو مشرانو "په سملاسي اوربند او (له اوکرایین) د روسي ځواکونو په وتلو هم ټینګار وکړ."

په ورته وخت کې کرملېن ماڼۍ وایي‌ د روسیې ولسمشر ویلي چې مسکو له کیېف سره د مذاکراتو بېرته پیلېدو ته چمتو دی.

خو د روسیې حکومت دا نه دي ویلي چې دمګړۍ د ولسمشر پوتین او ولسمشر زېلېنسکي ترمنځ مستقیمې خبرې څومره ممکنې دي.‌

بلخوا تر دې لږ وړاندې د اوکرایین ولسمشر ویلي و چې که څه هم پوتین سره خبرو ته "لیوال" نه دی،‌ خو ښایي‌ دا خبرې د جګړې پای ته رسېدو لپاره اړینې وي.

د تېرې فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکرایین د روسیې یرغل له پیل راهیسې د دواړو هېوادونو مرکچیان څو پړاوه مستقیمو او غیر مستقیمو خبرو کې سره مخامخ سوي،‌ خو دا هڅې تر اوسه کومې پایله ته نه دي رسېدلې.

د فرانسې او جرمني مشرانو دغو تلېفوني‌ خبرو کې د روسیې له ولسمشر دا هم غوښتي چې د ماریوپول د پولادو له ازوفستال فابریکې ۲۵۰۰ تسلیم سوي اوکراییني‌ سرتېري خوشې کړي‌.