امریکا ته د طالبانو غبرګون: له اقتصادي ناورینه د فشار په توګه کار مه اخلئ

امریکا ته د طالبانو غبرګون: له اقتصادي ناورینه د فشار په توګه کار مه اخلئ

داسې ښکاري چې له امریکايي پلاوو سره د طالب چارواکو دوو رسمي غونډو د اړیکو ښه کېدو او ترخوا یې د باور جوړېدو سره چندان ډېره مرسته نه ده کړې.

د کانګرس تر دره د طالبانو د لاس غځېدل او په غبرګون کې یې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي تُند ځواب د دې خبرې ښکاروندوي کوي.

خو طالبان لا هم فکر کوي چې امریکا پرې له ځینو مسایلو، له ډلې یې په دې هېواد کې د روان بشري او اقتصادي ناورین د فشار په توګه کار اخلي.

د طالبانو حکومت دا څرګندونې د افغانستان لپاره د متحده‌ ایالاتو د ځانګړي استازي ټوماس ‌وېسټ د هغو خبرو په سبا کوي چې ویلي یې دي، طالبانو د امریکا کانګرس ته استول شوي لیک د دې هېواد د اقتصادي او بشري ناورین په اړه ناسم حقایق بیان کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ د امریکا کانګرس ته په یوه لیک کې ولیکل، که د امریکا حکومت د افغانستان نږدې لس میلیارډه ډالر شتمني کنګل وساتي، دا هېواد به له بشري او اقتصادي ناورین سره مخ شي.

خو د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ‌وېسټ پرون په خپله ټویټر پاڼه دې لیک ته په ځواب کې ولیکل، افغانستان د اګسټ میاشتې له پېښو وړاندې هم له سخت بشري ناورین سره مخ و.

هغه زیاته کړې، امریکا طالبانو ته روښانه کړې وه چې له پوځي لارې واک ونیسي، نو افغانستان سره به نړیوالې مرستې بندې شي او همداسې وشول.

خو طالبان اوس وايي، دوی له ډپلوماټیکو لارو د ستونزو د حل په لټه کې دي او هغه اندېښنې چې متحده ایالات او نړۍ یې په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه لري، له سیاسي لارې حل کېدای شي.

خو ټوماس وېسټ ښکاره کړې چې امریکا له طالبانو سره واضحه ډپلوماسي کاروي او که دوی غواړي متحده ایالات ورسره مرسته وکړي، نو ټول‌ګډونه حکومت دې جوړ، د نجونو او ښځو حقونو ته دې د درناوي ترڅنګ دوی ته د کار او زده‌کړې اجازه ورکړي او ترخوا دې یې دترهګرو پرضد کوټلي ګامونه پورته کړي.

د چارو شنونکي بیا وايي، طالبانو لا هم د حکومتولۍ لپاره داسې یو ترتیب نه دی وړاندې کړی چې نړیوال پرې باور وکړي.