هلمند کې د افغانیو د ارزښت د ساتلو لپاره یو ورځنۍ کمپاین پیل سو.

Mar 2, 2023 - 18:38
 14
هلمند کې د افغانیو د ارزښت د ساتلو لپاره یو ورځنۍ کمپاین پیل سو.

افغانۍ زموږ هویت دی، راځئ چي په ګډه یې ساتنه وکړو او راکړه ورکړه باید په افغانیو وکړو، دا هغه شعارونه وه چي د دي کمپاین برخه والو له ځان سره په لیکلي بڼه ګرځول!

هلمند کې د افغانیو د ارزښت د ساتلو لپاره پراخ یو ورځنۍ  پلي کمپاین د وادي هلمند خصوصي پوهنتون دحقوقو او سیاسي علومو پوهنځي  له لوري په لاره اچول سوي ووچي پکښې د پوهنتون استادانو،زده کړیالانو، او ځوانانو ګډون کړې وو ترڅو هټیوالو ته د افغانیو د ارزښت د ساتلو لپاره عامه پوهاوی ورکړي.

دې کمپاین کې د وادي هلمند  پوهنتون علمي مرستیال او ددې  کمپاین برخه وال نیاز محمد پوپل  وویل، یاد کمپاین د لښکرګاه ښار هټیوالو ته د عامه پوهاوي په پار په لاره اچول سوی دی ترڅو په خپلو پیسو راکړه ورکړ وړکړي.

په ورته مهال د همدي  پوهنتون دحقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ریس  د افغانیو د ارزښت په هکله وویل: افغانۍ زموږ ملي هویت دی او د ساتلو لپاره یې باید ډیر پام وسي، دده په وینا باید زموږ خپلو په پیسو راکړه ورکړه وکړو ترڅو افغاني په ټولنه کي ترویج سي.

بل لور ته بیا د هلمند ولایت اوسیدونکي وایې: خوښ دي چي داسي کمپاینونه د افغانیو د ساتلو لپاره د عامه پوهاوي کمپاین په لار اچول کیږي او دا کمپاین یې  یو ښه ګام دی یاد کړ.

هلمند کې داسي مهال د افغانیو د ارزښت د ساتلو لپاره د یو خصوصي پوهنتون له لوري پراخ د عامه پوهاوي کمپاین په لاره اچول کیږي چي دې وروستیو کې د افغانیو په وړاندي د بهرنیو اسعارو بیې ډیري راټیټي سوي دي.

محمد اسماعیل وفا

سکون راډیو